د افغانستان حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي تصویب کړه.
افغانستان حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې بل مهم ګام اوچت کړ
د افغانستان حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي تصویب کړه.
ارګ ویلي دي چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتيژي پرون پنجشنبه د سپټمبر د ۲۸ مې نیټې مازیګر په ساعتونو کې د قانون د حاکمیت د شورا په غونډه کې تصویب شوه.
د ارګ سرپرست ویاند مرتضوي بیا ددې سند نه په هیواد کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د یو جامع او هر اړخیز سند په توګه یادونه وکړه.
هغه خبري رسنیو ته وویل چې « د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي د قانون د حاکمیت د عالي شورا په غونډه کې تصویب شو.
د یاده شوې ستراتیژي په لاندې اصولو ده. سالمه رهبري، په پالیسو کې روندوالی، د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا د مجرمینو تعقیب او په مالي او استخدام په برخه کې سم مدیریت او په شفافه توګه اداري اصلاحاتو رامنځته کول.
ویاند د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله بیا ویلي دي چې « د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مهمه مسله د یو حرکت پيلول او پام وړ پایلو ترلاسه کول دي. »
د افغانستان خلک او نړۍواله ټولنه د افغان حکومت نه د اداري فساد پر وړاندې د لا جدي مبارزې او غوڅو ګامونو اوچتولو غوښتنه لري.
ولسمشر غني د افغانستان په ټولو اداراتو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پلان لازم ګڼلی او ویلي دي چې ددې بحیر د عملي کیدو په خاطر په قوانینو بیا کتنې او اصلاحاتو ته اړتیا لرو. »
همداشان ولسمشر غني ویلي دي چې د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې باید واقع بینه اوسو او معیاري اقدامات وکړو. پدې مبارزه کې باید مدني ټولنو او رسنیو ته پراخه فرصت ورکړل شي.
هغه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په ملي ستراتيژۍ د نظارت د ځانګړې طرحې جوړول او د هغه سره د شریکولو غوښتنه کړې ده .