په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د شمېر په اړه

د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو وروستۍ شمېره اعلان كړه.

799094
په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د شمېر په اړه

 

 

ددې وزارت وياندې ډېنا وايټ د امريكا د بحري ځواكونو د تشكيلاتو د مشر ډګر جنرال كېنت مكېنزي سره په ګډ خبري كنفرانس كې وويل چې اوسمهال په افغانستان كې شاوخوا ۱۱ زره امريكايي سرتيري په دنده بوخت دي.

د نوموړې په وينا دا شمېره د هغو سرتېرو نه جلا ده چې د دفاع وزارت يې په راتلونكې كې افغانستان ته د لېږلو پلان لري.

مكېنزي هم څرګنده كړه چې پدې شمېره كې هغه سرتيري او پرسونل هم شامل دى چې د موقتي دندې په موخه د لنډې مودې لپاره افغانستان ته تللي دي.

د مكېنزي په وينا په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د دندې د شفافيت په موخه يې دا شمېره اعلان كړې ده خو د حساسو د معلوماتو د وركولو ډډه كوي.

تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د امريكا د نوې تګلارې له مخې به افغانستان ته څومره نوي سرتيري ولېږل شي.



اړوند خبرونه