افغان هوایي ځواکونو لپاره تاریخي لاسته راوړنه
د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د څه باندې ۷۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت یو قرارداد منظور کړی دی.
798020
د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د څه باندې ۷۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت یو قرارداد منظور کړی دی.
دا قرارداد چې په امریکا کې د لېډز اینوېشن د شرکت سره لاسلیک شوی دی له مخې به یې تر ۲۰۲۰م کاله پورې د افغان هوايي ځواکونو سره د اړوندو وسایلو او تجهیزاتو مرسته وي.
ټاکل شوې ده چې ددې پروژې په پایله کې به یو لړ افغان ځواکونه په هوایي برخو کې هم وروزل شي.
د بله پلوه په پام کې ده چې د هوایي ځواکونو د الوتکو شمېره تر ۲۰۲۳م میلادي کاله پورې دوه برابره شي. پدې لړ کې د اې – ۲۹ ډوله جنګي الوتکو د جوړېدلو چارې دوام لري چې په ۲۰۲۰م کال کې به هوایي ځواکونو ته وسپارل شي.
پدې لړ کې به ۵۳ دانې بلک هاک ډوله چورلکې هم افغانستان ته ورکړل شي.