په كابل كې پر مسجد د بريد وروستي تلفات

په كابل كې د قلعه نجارها په سيمه كې د شيعه ګانو پر يو مسجد باندې د جمعې د لمانځه پر مهال د وسله والو لخوا بريد وشو.

796871
په كابل كې پر مسجد د بريد وروستي تلفات

 

 

د كورنيو چارو د وزارت د خبري سرچينو د معلوماتو پر اساس دا بريد په ځايي وخت د ۱:۲۰ دقيقو په داسې حال كې ترسره شو چې لمونځ كوونكو عبادت كولو.

د عيني شاهدانو په وينا لومړني بريدګر په دروازه كې ځان والوزولو او پاتې درې يا څلورو تنو بريدګرو پر مسجد بريد وكړ.

د لومړنيو شمېرو له مخې په بريد كې ۱۴ تنه ملكي وګړي چې ښځې او ماشومان په كې شامل دي وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

په پېښه كې يو پوليس او د مسجد موذن هم وژل شوى دىز

دا په داسې حال كې ده چې د نا رسمي شمېرو له مخې وژل شوي كسان تر ۲۰ تنو زيات دي. عيني شاهدانو ويلي دي چې لږ تر لږه د ۵ ښځو مړي يې له مسجده ويستلي دي.

د بله پلوه د داعش ترهګرې ډلې ددې بريد پړه پر غاړه واخيستله.  


پيوندونه: #كابل , #پوليس , #مسجد

اړوند خبرونه