د اتلو افغانو نجونو په اړه دردونكى خبر

هغه افغانې نجونې چې د لومړي ځل لپاره يې په امريكا كې د روباټونو په سيالۍ كې د ګډون سره د ټولې نړۍ پاملرنه جلب كړه، دا ځل د يو دردونكي خبر سره د مېډيا په اجندا كې ځاى لري.

783356
د اتلو افغانو نجونو په اړه دردونكى خبر

 

 

ددې ټيم د يوې غړې فاطمې قادريان پلار تېره ورځ د هرات په ولايت كې د جواديه پر مسجد باندې د ځانمرګي بريد پر مهال وژل شوى دى.

د ۱۴ كلنې فاطمې پلار هم د هغو قربانيانو ترمېنځ وو چې تېره ورځ په هرات كې د داعشي ترهګرو لخوا پر مسجد باندې د بريد په پايله كې وژل شوي دي.

ددې ټيم مربي علي رضا مهربان پدې اړه د الجزيرې سره په مركه كې وويل چې فاطمه د خپل پلار د  تر لاسه وركولو له امله سخته خپه ده او تل ژاړي. د مهربان په وينا له پېښې نه وروسته فاطمه هېڅ نه خوري او نه له چا سره خبرې كوي.

فاطمې قادريان تېره مياشت په يوې مركه كې ويلي ول چې په روباټيك ټيم كې د ګډون تر ټولو لوى حامي او تشويقونكى يې پلار وو.

پينځو تنو افغانو نجونو په امريكا كې د نړۍ په روباټيكې سيالۍ كې د ګډون سره د ټولو پاملرنه جلب كړې وه. دې ټيم كه څه په لومړي سر كې امريكا ته د تګ په موخه د ويزې د ترلاسه كولو لپاره مراجعه كړې وه خو د امريكايي مقاماتو لخوا رد شوې وه. وروسته د ټولې نړۍ د غبرګونونو په پايله كې د امريكايي ولسمشر ډانلد ټرمپ د ځانګړې اجازې په پايله كې يې ويزه ترلاسه او په واشنګټن كې په سيالۍ كې ګډون وكړ.

په هرات ولايت كې د داعشي ترهګرو لخوا پر يو مسجد باندې د بريد په پايله كې ۳۲ تنه وژل شوي وو چې يو يې هم د فاطمې پلار و.



اړوند خبرونه