۱۳۰ تنه امنيتي ځواكونه طالبانو ته تسليم شوي.
ويل كيږي چې د فارياب د ولايت د كوهستان په ولسوالۍ كې شاوخوا ۱۳۰ تنه امنيتي ځواكونه د طالب اورپكو ليكو ته اوښتي دي.
776619
ويل كيږي چې د فارياب د ولايت د كوهستان په ولسوالۍ كې شاوخوا ۱۳۰ تنه امنيتي ځواكونه د طالب اورپكو ليكو ته اوښتي دي. د وروستيو معلوماتو له مخې د كوهستان ولسوالۍ د طالبانو لخوا نيول شوې ده. د معلوماتو له مخې تسليم شوي كسان د قوماندان ناصر په نامه د يو تن سيمه ايز چارواكي پورې اړه لري.
د فارياب د پوليسو چارواكو طالبانو ته د امنيتي ځواكونو د تسليمېدلو پېښه تاييد كړې ده خو د شمېرې په اړه يې څه نه دي ويلي.
د بله پلوه د امنيې قوماندانۍ وياند فريد يورش څرګنده كړه چې تر اوسه پورې ۳۰ د كومانډو ځواكونه، ۱۰ تنه سيمه ايز پوليس او ۲ تنه د ملي اوردو سرتيري طالبانو ته تسليم شوي دي.
د يادولو وړ ده چې د فارياب ولايت په شمال كې پدې وروستيو كې په تر ټولو ناامنې سيمې بدل شوى دى.