داعش  ترهګرې  ډلې  یوځل بیا  زړه بوږنونکې  ویدیو  خپره کړه.

داعش ترهګره ډله وحشت ته دوام ورکوي

760085
داعش  ترهګرې  ډلې  یوځل بیا  زړه بوږنونکې  ویدیو  خپره کړه.

داعش  ترهګرې  ډلې  یوځل بیا  زړه بوږنونکې  ویدیو  خپره کړه.

داعش  ترهګرې ډلې  داځل  په افغانستان کې  د ماشومانو په واسطه  د ترسره کړي‌ وحشت  ویدیو خپره کړه.

دا ویدیو  د داعش ترهګرې ډلې د پلوي  سایټ لخوا  خپره شوې ده .

په ویدیو کې  پنځه  تنه افغانان  د داعشي‌ ترهګرو لخوا په ډیره  بې رحمانه ډول  وژل کیږي.

دا لا معلومه  نده چې دا ویدیو  چیرته  او کله  ډکه  شوې ده . په ویدیو کې  ویل کیږي‌ چې دا کسان طالبانو ته د جاسوسۍ په تور اعداموي. د ویلو ده چې  دا اعدام  د ماشومانو  په لاس کې  چې  کیدای شي‌ عمرونه يي د لسو کلونو نه  ښکته وي‌ ترسره کیږي . همداشان اعدامیدونکي‌ کسان هم  تنکي‌ ځوانان  دي. داعشي‌ ترهګر  پدې  ویدیو کې  وايي  چې  تاسې  زمونږ  مشران  وژنې  مونږ  هم  پدې ډول ستاسې نه غچ اخلو. 

داعش  ترهګرې ډلې  دا ویدیو  د خلافت  د اعلانولو د کلیزې  سره  سم  خپره کړه. داعش  ترهګرې ډلې د ۲۰۱۴ کال د جون  په میاشت  کې  د عراق د موصل  ښار د نیولو نه وروسته  پدې ښار کې  د النوري‌ په تاریخي  جومات کې  چې  نږدې یوه اوونۍ  ددې ترهګرې ډلې لخوا شهید کړی شو  اعلان کړ.

همداشان  داعش ترهګرې ډلې  د ۲۰۱۵ کال  په اوایلو کې  په افغانستان کې  فعالیت  پیل کړ. داعش  ترهګرې ډلې  نن ورځ په افغانستان کې د خپل فعالیت  ساحه  د ختیځ نه  شمالي‌ ولایتونو ته هم  غځولې ده . 


پيوندونه: #داعش , #افغانستان

اړوند خبرونه