پنټاګون:افغانستان ته د نوو سرتیرو د استول په اړه به د یوې اونۍ په دننه کې پریکړه وکړو
ټرامپ د دفاع وزیر جیم متیس ته افغانستان ته د استوونکو سرتیرو د رقم په اړه هم پوره صلاحیت ورکړی دی.
د امریکا متحده ایالتونو لخوا افغانستان ته تازه دمو سرتیرو د استولو شمیره معلومه شوه.
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت په پام کې لري چې نږدې ۴ زره تنه تازه دمه سرتیري افغانستان ته واستوي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ د روانې اوونۍ په دننه کې پنټاګون ته افغانستان ته د نوو سرتیرو د استولو په برخه کې پوره صلاحیت ورکړی وو.
ټرامپ د دفاع وزیر جیم متیس ته افغانستان ته د استوونکو سرتیرو د رقم په اړه هم پوره صلاحیت ورکړی وو.
د امریکا د دفاع وزارت یو تن چارواکي چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي د اسوشیتید پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې تقریبآ ۴ زره تنه تازه دمه سرتیري به افغانستان ته واستول شي. هغه ویلي دي چې د دفاع وزارت به د یوې اوونۍ په دننه کې پدې اړه خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړي.
پداسې حال کې چې د پنټاګون دې چارواکي افغانستان ته د استوونکو سرتیرو شمیره اعلان کړې ده خو د پنټاګون ویاند بیا ویلي دي چې ددې مسلې په اړه لا تر اوسه پورې وروستۍ پریکړه شوې نده.
د امریکا د دفاع وزارت د افغانستان لپاره په نوې ستراتیژۍ کار کوي. د دفاع وزیر متیس ویلي دي کیدای شي چې نوې ستراتیژي د څو اونیو په دننه کې سرته ورسیږي.
د بله پلوه د پنټاګون افغانستان ته د تازه دمو سرتیرو د استولو مسله عاجله اعلان کړې ده.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن ویلي دي چې څو زره تنه تازه دمي سرتیري به په افغانستان کې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي.
د ویلو ده چې د امریکا د دفاع وزیر د روانې اوونۍ په دننه کې د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمیټې ته ویلي وو چې « دم ګړۍ مونږ په افغانستان کې جګړه ګټلی نشو.»