ملګروملتونو سرمنشي د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې افغانستان ته لاړ.
د ملګروملتونو سرمنشي خپل لومړنی بهرنی سفر افغانستان ته وکړ
752088
ملګروملتونو سرمنشي د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې افغانستان ته لاړ.
د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې کابل ته رارسیدلی دی .
ګوتریس کې به کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني سربیره د افغان چارواکیو سره د افغانستان په روانو حالاتو خبرې وکړي.
ویل کیږي ګوتریس د ملګروملتونو د سرمنشي په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته دا د هغه لومړنی بهرنی سفر دی چې افغانستان ته کوي.
د ملګروملتونو سرمنشي د خپل ټویټر حساب له لارې لیکلي دي چې د افغانستان په روانو حالاتو د افغان حکومت او ملت سره د خبرو په خاطر کابل ته ورسید. هغه ویلي دي چې ملګروملتونو سازمان د سختو او تنګو پر مهال تل د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.