د افغانستان د میدان وردک ولایت د نرخ د ولسوالۍ د څارنوالۍ ریس ووژل شو.
په میدان وردک ولایت کې د څارنوالۍ په ریس خونړی برید وشو
751264
د افغانستان د میدان وردک ولایت د نرخ د ولسوالۍ د څارنوالۍ ریس ووژل شو.
د میدان وردک ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې د نرخ ولسوالۍ د څارنوالۍ ریس پرون د مازیګر په ساعتونو کې هله ووژل شو چې د وظیفې نه د کور پر لورې روان وو.
سرچینې ویلي دي چې چې نامعلومو کسانو په هغه ډزې وکړې چې په پایله کې ژوند د لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې د وردک ولایت د نرخ ولسوالۍ څارنوال پداسې حال کې ووژل شو چې تیره ورځ افغانستان امنیتي ځواکونو په میدان وردک ولایت کې د طالبانو یو مهم قومندان او د ورانکارانه بریدونو تنظیموونکی قاري محمد الله ونیولو.
په څارنوال د برید مسئولیت تر اوسه پورې کوم شخص یا ډلې په غاړه ندی اخیستی.