د پروني بريد په تړوا د ۴ چارواكي له دندو لرې شول.
په كابل كې د پروني خونړي بريد له امله چې په كې تر ۵۰۰ تنو زياتو كسانو ته مرګژوبله واوښتله، د سيمې د ۴ تنو امنيتي چارواكو دندې وځنډول شوې.
744019
په كابل كې د پروني خونړي بريد له امله چې په كې تر ۵۰۰ تنو زياتو كسانو ته مرګژوبله واوښتله، د سيمې د ۴ تنو امنيتي چارواكو دندې وځنډول شوې.
د كورنيو چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس د كابل ښار د لسمې امنيتي حوزې د آمر مل پاسوال محمود مجيدي، د ترهګرۍ ضد د دفتر مشر سمونيار محمد ظاهر، د سيمه ايز كنترول د آمر لومړي څارن جمال الدين او د دريمې امنيتي حوزې د يو تن چارواكي څارمن رحمت الله دندې د وظيفوي غفلت له امله ځنډول شوي او پدې اړه ترې پوښتنې روانې دي.
د كورنيو چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس د پېښې په اړه ځېړنې روانې دي.