د افغانستان په پلازمینه کابل کې زوروره چاودنه وشوه.
د افغانستان په پلازمینه کابل کې زوروره چاودنه وشوه.
د افغانستان خلک یو ځل بیا د غم په ټغر کینول شول.
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د وزیر محمد اکبر خان په سیمه کې د جرمني د سفارت او روشن په نامه خصوصي مخابراتي شرکت د عمومي دفتر ترڅنګ د موټر پر مټ ډیره زوروره چاودنه وشوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا چاودنه د اوبو په ټانکر کې شوې ده .
د افغانستان د روغتیا وزارت پدې خونړۍ پیښه کې د ۹۰ تنو د وژل کیدو او تر ۳۸۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
چاودنه د سهار په ساعتونو کې پداسې حال کې رامنځته شوه چې په زرګونو تنه کابلیان وظیفو په لاره کې وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې چاودنه دومره زوروره وه چې په ډیرو لرو پرتو سیمو کې د کورونو او دفترونو هیندارې ماتې کړي دي.
په سیمه کې تر ۵۰ ډیر ملکي موټرې ویجاړې کړي دي.
په کابل کې د ایمر جیسنۍ روغتون ویلي دي چې ۱۵۰ تنه ټپیان دې روغتون ته انتقال شوي دي. همداشان تر سلو ډیر ټپیان د وزیر محمد اکبرخان روغتون ته انتقال شوي دي. په لسګونو تنه ټپیان بیا د جمهوریت روغتون ته وړل شوي دي.
عیني شاهدانو بیا د مرګ ژوبلې شمیره د اعلان شوي رقم نه ډیره لوړه ښودلې ده.
دا پدې وروستیو کې په کابل کې ترسره شوی تر ټولو خونړی برید دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې هیڅکومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید په کلکو ټکو وغنده او ددې برید نه يي د بشریت ضد یو برید په توګه یادونه وکړه. هغه وویل چې د هیواد دښمنانو یو ځل بیا ستر جنایت وکړ او زمونږ یو زیات شمیر بې ګناه هیوادوال يي په قتل ورسول. هغه ددې غمناکې پیښې د قربانیانو لپاره د الله د دربار نه د مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه.
د افغانستان اجراییوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله دا ستره فاجعه وغندله او وویل « مونږ سوله غواړو چې د وطن دښمنان مونږ وژني. دوې د روژې پدې مبارکه میاشت کې مونږ وژني. دوې د سولې وړ ندي. دوی باید له منځه یوړل شي. »
عکس پژواک.