د افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت په ښار راکټي بریدونه وشول.
په کندوز په راکټي بریدونو کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
738824
د افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت په ښار راکټي بریدونه وشول.
د کندوز ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د کندوز ولایت د چار درې او خان آباد د ولسوالیو نه د کندوز په ښار ۶ راکټي بریدونه شوي دي.
په نوموړو بریدونو کې لږ تر لږه ۱ تن مړ او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې بریدونه د سهار په وختي ساعتونو کې پیل شول .
د بله پلوه امنیتي ځواکونو په هغه سیمو کې چې ګمان کیږي ترینه بریدونه شوي دي د برید کوونکو د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پیل کړي دي.