د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت لپاره  د طالبانو لخوا نومل شوی  والي  ووژل شو.

په بغلان ولایت کې طالبانو ته ملا ماتوونکی ګوزار ورکړ شو.

715741
د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت لپاره  د طالبانو لخوا نومل شوی  والي  ووژل شو.

د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت لپاره  د طالبانو لخوا نومل شوی  والي  ووژل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت  د ویندوی  سرپرست  نجیب دانش  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  افغان ځواکونو  د بغلان ولایت د ډنډ غوري په ولسوالۍ کې  پراخه چاڼیز علمیات ترسره کړل.

د عملیاتو په ترڅ کې  د بغلان ولایت لپاره د طالبانو لخوا نومل شوی  والي  مولوي لعل  د ۴ تنه نور طالب قومندانان   ووژل شول.

هغه ویلي دي چې علمیات  تیره شپه  د ۱۱ بجو په شاوخوا کې ترسره شول. دانش ویلي دي چې  پدې عملیاتو کې  د بغلان لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي  مولوي لعل او ۴ تنه  طالب قومندانان هر یو حاحي صحر عالم، قاري جانباز، قاري شهاب الدین او قاري اسماعیل  وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې  نوموړو ۵ تنو جګپوړو طالبانو په بغلان ولایت کې  د طالبانو په فعالیتونو کې ځانګړی  او مهم  رول  درلود چې  د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه یوړل شول.

دانش ویلي دي چې پدې عملیاتو کې  یو زیات شمیر نور طالب اورپکې هم  له منځه وړل شوي دي چې دقیقه شمیره معلومه نده.

د افغانستان  امنیتي ځواکونو پداسې حال کې  د بغلان لپاره د طالبانو  جګپوړي چارواکي وویل چې  دوه ورځې مخکې طالبانو  د یاد شوي ولایت د همغږۍ د مرکز قومندان برید جنرال عبدالحۍ  عطايي  په یو برید کې وژلی وو.



اړوند خبرونه