د افغانستان  په پلازمینه کابل کې  د خونړي ځانمرګي  برید مخه ونیول شوه.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې د حقاني ترهګرې شبکې  لخوا  پلان  شوی  خونړی ځانمرګی برید شنډ کړ.

706664

د ملي امنیت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  راغلي دي چې  د حقاني ترهګرې شبکې چې په پلازمینه  کابل کې په یو نا دولتي  بنسټ  د خونړي ځانمرګي  برید پلان جوړ کړی  د ملي امنیت د منسوبینو لخوا  کشف  او  شنډ  شو.

د ملي امنیت منسوبینو  د کابل  ښار  د ده سبز په ولسوالۍ کې د حقاني  شبکې  یو تن  ځانمرګی برید کوونکی  محمد قاسم  د ځانمرګي واسکټ، ۲۱ کیلوګرامه  چاودیدونکو توکو، ۱۵ لاسي بمونو، تخنیکي وسایلو  او د موټرو  جعلي  پلیټونو سره  یو ځای ونیو.

په خبرپاڼه  کې راغلي دي چې  نوموړي  ترهګر غوښتل چې ددې چاویدونکو توکو او ځانمرګي واسکټ سره  یو ځل بیا په پلازمینه کابل کې  یو زیات شمیر خلک  د غم په ټغر کینوي   خو  له نیکه مرغه چې  خپل شوم هدف ته د رسیدو نه مخکې ونیول شو.

پدې ډول په کابل کې د یوې سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

د ویلو ده  چې  تیره ورځ د کابل د پولیسو د ۱۰۱ آسمايي زون قومندانۍ  هم  په پلازمینه کابل کې  یو تن ترهګر  د یو موټر سره  چې  د ځانمرګي برید لپاره يي  تیار کړی  وو  ونیول.   

اړوند خبرونه