د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ځانمرګي برید مخه ونیول شوه.
د کابل امنیتي ځواکونو یو تن چې غوښتل يي په کابل کې د موټر سره ځانمرګی برید وکړي د نیولو نه خبر ورکړی دی .
705818
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ځانمرګي برید مخه ونیول شوه.
د کابل امنیتي ځواکونو یو تن چې غوښتل يي په کابل کې د موټر سره ځانمرګی برید وکړي د نیولو نه خبر ورکړی دی .
د کابل د پولیسو د ۱۰۱ آسمايي زون قومندانۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پولیسو پرون د ماښام په ناوخته ساعتونو کې د کابل د پولیسو د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو تن ترهګر د یو موټر سره چې د ځانمرګي برید لپاره يي جوړ کړی وو لاس په لاس ونیول.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په نیول شوي موټر کې دوه د هاوان مرمۍ، یوه بطرۍ، چاودیدونکي توکي او برید کې کاریدونکي نور توکي او سامان الات نیول شوي دي. د ویلو ده چې موټر د برید لپاره تیار شوی وو.
ترهګر مخکې ددینه چې کابل ښار په وینو ولړي د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو.