هلمند کې په امریکايي سلاکارانو برید وشو

د افغانستان په سویل کې  په هلمند ولایت کې  یو تن افغان سرتیري  ۳ تنه امریکايي سلاکاران  ټپیان کړل.

694608
هلمند کې په امریکايي سلاکارانو برید وشو

د افغانستان په سویل کې  په هلمند ولایت کې  یو تن افغان سرتیري  ۳ تنه امریکايي سلاکاران  ټپیان کړل.

د هلمند ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  یو تن افغان سرتیري په امریکايي سلاکارانو  ډزې وکړې چې له امله يي  ۳ تنه امریکايي سلاکاران ټپیان شول.

پیښه  د هلمند ولایت  د شوراب  په نظامي  هډه کې  رامنځته شوې ده .

یو تن  افغان کوماندو  سرتیري  په امریکايي  سلاکارانو ډزې او درې تنه يي ټپیان کړل. په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې  امریکايي سلاکاران  د درملنې لاندې نیول شوي دي.

برید کوونکی  سرتیری  په متقابلو ډزو کې سخت ټپي شوی وو  چې وروسته يي  ژوند د لاسه ورکړ.

د هلمند د والي ویاند  عمر ځواک  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  یو تن افغان کوماندو سرتیري  په امریکايي سلاکارانو  ډزې وکړې چې په پایله کې  درې تنه امریکايي سلاکاران ټپیان شول. پیښه  پرون  د غرې نه وروسته  رامنځته شوه.

پداسې  حال کې چې  د هلمند والي  وايي   چې د برید لامل  معلوم  ندی  خو  ۲۱۵ میوند قول اردو  د مطبوعاتو مسئول  ویلي دي چې  برید  قصدي نه وو.

دا لومړی ځل ندی چې  په افغانستان کې د ناټو په بهرنیو سلاکارانو  برید کیږي.


پيوندونه: #افغانستان , #هلمند

اړوند خبرونه