د ننګرهار د حج او اوقافو پر ريس ځانمرګى بريد
د ننګرهار ولايت د سره رود د ولسوالۍ د ډرونټې په سيمه كې ددې ولايت د حج او اوقافو پر ريس عبدالظاهر حقاني باندې ځانمرګى بريد شوى دى.
693793
د ننګرهار ولايت د سره رود د ولسوالۍ د ډرونټې په سيمه كې ددې ولايت د حج او اوقافو پر ريس عبدالظاهر حقاني باندې ځانمرګى بريد شوى دى.
د عيني شاهدانو د وينا پر اساس دا بريد د جمعې د لمانځه نه سمدستي وروسته د هجرت په نامه د مسجد په خوله كې شوى دى.
په بريد كې پخپله حقاني ته زيان نه دى رسېدلى خو د نوموړي ورور په كې وژل شوى دى.
حقاني ويلي دي چې د بريد هدف دى پخپله وو او د ساتونكو لخوا يې د بريدګر دوه تنه همكاران هم نيول شوي دي.
د بله پلوه ددې ولايت وياند هم د بريد پخلى كړى او څرګنده كړې يې ده چې دا بريد په ځايي وخت د ماسپښين په شاوخوا دوه نيمو بجو ترسره شوى دى.