د افغانستان د خوست په ولایت کې د ملي اردو په قرارګاه ځانمرګی برید وشو
د خوست ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید نن جمعه د مارچ ۱۷ مه د سهار په وختي ساعتونو کې د یعقوبي په ولسوالۍ کې د ملياردو په یوې هډې شوی دی.
د افغانستان خوست په ولایت کې د ملي اردو په یوې قرارګاه د موټر پر مټ ځانمرګی برید وشو.
د خوست ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید نن جمعه د مارچ ۱۷ مه د سهار په وختي ساعتونو کې د یعقوبي په ولسوالۍ کې د ملياردو په یوې قرارګاه شوی دی.
د بله پلوه د افغانستان د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند فضل خدا خبري رسنیو ته ویلي دي « ترهګرو چې غوښتل د یعقوبي په ولسوالۍ کې د ملياردو په یوې قرارګاه ډله ییز برید وکړي د امنیتي ځواکونو لخوا يي مخه ونیول شوه.»
هغه ویلي دي ترهګرو چې غوښتل یعقوبي په ولسوالۍ کې لومړی د ملي اردو په قرارګاه د موټر پر مټ ځانمرګی برید وکړي او وروسته دننه ننوځي د ملي اردو د ځواکونو لخوا پرې ډزې وشوې.
ترهګرو هدف ته د رسیدو نه مخکې د چاویدونکو توکو نه بار موټر وچولو . پدې پیښه کې د ملي اردو یو تن سرتیری مړ او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان په چاودنه کې ۳ واړو برید کوونکي هم له منځه تللي دي. هغه وویل چې د برید کوونکو مړي د قرارګاه په مخ کې پراته دي.
هغه زیاته کړه چې د قرارګاه ساتوونکو د خپل ځان په قرباني کولو سره د سترې فاجعې مخه ونیوله.