په ننګرهار کې په امریکايي سرتیرو چاودنه وشوه
د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې د امریکايي ځواکونو په موټر بمي برید وشو.
690739
د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې د امریکايي ځواکونو په موټر بمي برید وشو.
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د یاد شوي ولایت د چپرهار ولسوالۍ د للمې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو په موټر چاودنه وشوه.
په پيښه کې ۳ تنه امریکايي سرتیري ټپیان شوي دي.
په افغانستان میشتو ناټو ځواکونو د پيښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې ځیني سرتیري په خفیف ډول ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی. ناټو لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې پیښه د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۱۳ مه رامنځته شوې ده .