په کابل کې په څلورسوه بستریز روغتون د برید له امله د مړو شمیره لوړه شوه

د کابل په څلورسوه بستریز روغتون کې جګړه اوس هم دوام لري

686989
په کابل کې په څلورسوه بستریز روغتون د برید له امله د مړو شمیره لوړه شوه

د افغانستان په پلازمینه کابل  کې  د سردار محمد داوود خان په  څلوربستریزه روغتون ډله ییز برید وشو. 

د ویلو ده چې  پدې برید کې  تر اوسه پورې  د ۲۰ تنو د وژل کیدو  او لږ تر لږه  د ۳۵ تنو د ټپي کیدو پخلی شوی دی .

د کابل د پولیسو یوې سرچینې ټي ار ټي  ورډ تلویزیون ته ویلي دي چې  په روغتون کې تصفیوي عملیات دوام لري. د روغتون د اول نه تر پنځم  پوړه پورې  د برید کوونکو نه تصفیه شوي دي او د شپږم او اووم پوړونو د تصفیې په خاطر  هلې ځلې دوام لري.

 



اړوند خبرونه