د افغانستان د ولسي جرګې په غړي وسله وال برید وشو.
د افغانستان د کندهار په ولایت کې د ولسي جرګې په غړي وسله وال برید وشو
684514
د افغانستان په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت په استازي معلم میرولي وسله وال برید وشو.
د یادولو وړ ده چې په معلم میرولي د کندهار په ولایت کې برید شوی دی.
معلم میرولي پدې برید کې ټپي شوی دی چې په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.
د کندهار ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې په معلم میرولي نن غرمې نه مخکې د لس نیم بجو په شاوخوا کې د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې وسله وال برید وشو.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه واخیست.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د ټولنیزې مډیا له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې معلم میرولي د کندهار په ښار کې ددوې په برید کې ویشتل شوی دی.
د ویلو ده چې د معلم میرولي د روغتیايي حالت په اړه معلومات په لاس کې نشته.