طالبانو د افغانستان په شمال کې د تاله و برفک ولسوالۍ ونیوله
طالبانو د بغلان ولایت د تاله و برفک ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو نه ونیوله.
طالبانو د افغانستان په شمال کې د تاله و برفک ولسوالۍ ونیوله
طالبانو د بغلان ولایت د تاله و برفک ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو نه ونیوله.
د بغلان ولایت د تاله و برفک ولسوالۍ ولسوال فیض محمد امیري د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي د تیرو څلورو ورځو راهیسې د روانې زورورې جګړې په پایله کې طالبان وتوانیدل چې ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو نه ونیسي.
امیري زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونه پرون د مازیګر په ساعتونو کې په شا تګ ته مجبور شول. طالبانو په یاده شوې ولسوالۍ کې ټولې دولتي ودانۍ د خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
هغه ویلي دي چې پدې نښتو کې دواړو خواوو ته درانده ځاني زیانونه اوښتي دي او افغان ځواکونه د ولسوالۍ د بیرته نیولو په خاطر عملیات پيل کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تاله و برفک ولسوالۍ د نیولو نه خبر ورکړ. هغه ویلي دي چې د ولسوالۍ ټول دولتي ادارات ددوې لخوا نیول شوي دي.
هغه پدې نښته کې افغان ځواکونو ته د ځاني زیانونو اړولو ادعا کړې ده .
طالبانو پداسې حال کې د تاله و برفک ولسوالۍ د نیولو نه خبر ورکړ چې پرون يي د پلازمینې کابل په لویدیځ او ختیځ سیمو کې په امنیتي ارګانونو پراخه ډله ییز بریدونه ترسره کړل.
طالبانو د کابل په پل سوخته سیمه په شپږمې امنیتي حوزې ډله ییز برید وکړ چې او تر ماښام ساعتونو پورې د افغان ځواکونو سره وجنګیدل. نښته د ټولو برید کوونکو په وژلو سره د ماښام په ساعتونو کې پایته ورسیده.
طالبانو تیره ورځ په کابل کې د پراخه بریدونو سره ۱۶ تنه مړه او تر ۵۰ ډیر کسان ټپیان کړل.