په لغمان کې د احتمالي فاجعې مخه ونیول شوه

د افغانستان  په ختیځ کې په لغمان ولایت کې  د فاجعې  او جګپوړو چارواکیو د ترور  مخه ونیول شوه.

677538
په لغمان کې د احتمالي فاجعې مخه ونیول شوه

د افغانستان  په ختیځ کې په لغمان ولایت کې  د فاجعې  او جګپوړو چارواکیو د ترور  مخه ونیول شوه.

د افغانستان د ملي امینت ریاست  د لغمان ولایت  په مهترلام  کې  د طالبانو  د یوې تروریستي  ډلې  د نیولو نه خبر ورکړ.

 

د افغانستان  د ملي امنیت ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  ویل شوي دي چې  ددوی منسوبینو  په مهترلام  ښار کې  د طالبانو  یوه تروریسي  ډله چې په یاد شوي ولایت کې  د چاودنو ، جګپوړو چارواکیو او مخورو قومي  مشرانو  د ترور  هوډ  درلود  ونیوله. 

ملي امنیت ویلي دي چې  نیول شوو ترهګرو  په خپل جرم  اعتراف

کړی دی او ویلي دي چې د ملا نومیالي  په نامه د طالبانو د یو قومندان  په لارښونه  د ترهګریزو بریدونو او جګپوړو چارواکیو او مخورو کسانو د ترور  په خاطر  لغمان  ولایت ته راغلي وو.

همداشان  نوموړو ترهګرو  په لغمان ولایت کې  یو دوکاندار  هم  وژلی دی.

ملي امنیت ویلي دي چې  ترهګر  مخکې ددینه چې خپلو شومو موخو ته  ورسیږي  ددوې د منسوبینو لخوا ونیول شول.

 

 

 

 


پيوندونه: #افغانستان , #لغمان

اړوند خبرونه