په افغانستان کې سړې هوا ۲۵ تنه ووژل
په افغانستان کې زورورې واورې او سړې هوا د ۲۵ تنو ماشومانو نه ژوند واخیست.
په افغانستان کې زورورې واورې او سړې هوا د ۲۵ تنو ماشومانو نه ژوند واخیست.
د افغانستان په شمال کې په فاریاب ولایت کې د واورو او سړې هوا له امله ۲۵ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د فاریاب ولایت د امنیې قومندان امان الله ظفر د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې په یاد شوي ولایت کې د تیرو دوو ورځو راهیسې د زورورې واورې د اورښت او سړې هوا له امله ۲۵ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی دی . هغه ویلي دي چې دې ماشومانو د فاریاب ولایت د بلچراغ، قرم قول، کوهستان، اندخوی، پشتون کوټ او دولت آباد په ولسوالیو کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې د زوروې وارې له امله ۳۰ تنه شپونکیان لا درکه شوي دي او په زرګونه څاروي تلف شوي دي .
د وارو له امله د ښار د مرکز سره د ډیرو ولسوالیو اړیکې پرې شوي دي.
د ویلو ده چې یو څه موده مخکې د افغانستان په ختیځ کې نورستان ولایت کې د واورو د خوييدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.