ملګروملتونو ویلي ناټو په هلمند کې ملکي وګړي وژلي دي

په افغانستان کې د ملګروملتونو د سازمان  دفتر یوناما  ویلي دي چې  په هلمند ولایت کې د امریکا  په هوايي بریدونو کې  نږدې شل تنه  ملکي وګړي  وژل شوي دي.

670815
ملګروملتونو ویلي ناټو په هلمند کې ملکي وګړي وژلي دي

په افغانستان کې د ملګروملتونو د سازمان  دفتر یوناما  ویلي دي چې  په هلمند ولایت کې د امریکا  په هوايي بریدونو کې  نږدې شل تنه  ملکي وګړي  وژل شوي دي.

د یوناما  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  ویل شوي دي چې  امریکايي ځواکونو د تیرې پنجشنې او جمعې په ورځو  د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ د هوايي بریدونو په ترڅ کې  ملکي وګړي وژلي دي. په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم  شتون لري.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې پیښه کې  لږ تر لږه ۱۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

یوناما په افغانستان کې په جګړه کې د ښکیلو ټولو خواوو  نه د عملیاتو  او نښتو پر مهال ملکي وګړو  ژوبلې  د مخنیوي په خاطر تر وروستۍ درجې د دقت  کولو غوښتنه کړې ده .

یوناما ویلي دي چې  د هلمند ولایت ملکي وګړي  تل  د افغانستان د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځه  د جګړو قرباني کیږي. تیر کال په نوموړي ولایت کې  لږ تر لږه  ۸۹۱ تنو ملکي وګړو ژوند  د دلاسه ورکړی دی .

امریکايي ځواکونه  په هلمند کې د ملګي وګړو  د مرګ ژوبلې نه انکار کوي . په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند  د سنګین د پيښې نه وروسته  د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ادعاګانې رد کړې وې او ویلي وو چې پدې بریدونو کې ټول طالبان وژلي دي.

هغه ویلي وو چې  پدې اړه به پلټنې وشي. ناټو په رسمي توګه  د ملکي وګړو مرګ ژوبله منلې نده.



اړوند خبرونه