په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ ترڅنګ ډزې شوي دي
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ ترڅنګ د ډزو نه خبر ورکړ شوی دی.
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ ترڅنګ د ډزو نه خبر ورکړ شوی دی.
د پاکستان د ډان نیوز د خبر له مخې د پیښې نه سمدلاسه وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي.
پیښه د کرچۍ د کلفټن په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د پاکستان امنیتي ځواکونو افغانستان قونسلګرۍ ته غځیدلي ټولې لارې د ټرافیک پر مخ تړلي دي.
د کراچۍ د پولیسو مشر آزاد خان خبري رسنیو ته ویلي دي چې ډزې د قونسلګرۍ د ساتونکي او یو ډیپلوماټ ترمنځه د لفظي شخړې نه وروسته رامنځته شوي دي.
هغه ویلي دي چې د قونسلګرۍ یو تن ساتونکي راحت الله د ډیپلوماټ سره د لفظي شخړې نه وروسته په هغه ډزې کړي دي.
هغه ویلي دي چې افغان ډیپلوماټ ذکي په پیښه کې ژوند د لاسه ورکړی دی . په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال هم د پیښې پخلی کړی او خواشیني څرګنده کړې ده .
پولیسو مشر ویلي دي چې برید د ترهګرۍ سره تړاو نلري. پولیسو ویلي چې برید کوونکی نیول شوی دی.
د ویلو ده چې په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري تر ټولو په مهمه د کلفټن په سیمه کې موقعیت لري چیرته چې چې قوي امنیتي تدابیر شتون لري.