دا ځل اسير شوو پوليسو طالبان وژلي او تښتېدلي دي.

د بغلان په ولايت كې دوه تنه پوليس چې پخوا د طالبانو لخوا نيول شوي او بنديان ول، ۶ تنه طالب اورپكي وژلي او بيا په تېښته بريالي شوي دي.

658391
دا ځل اسير شوو پوليسو طالبان وژلي او تښتېدلي دي.

 

د بغلان په ولايت كې دوه تنه پوليس چې پخوا د طالبانو لخوا نيول شوي او بنديان ول، ۶ تنه طالب اورپكي وژلي او بيا په تېښته بريالي شوي دي.

د بغلان د امنيتي سرچينو د معلوماتو پر اساس دوه تنه پوليس چې د طالبانو سره اسيران ول، له فرصته په ګټې پورته كولو سره ۶ تنه طالبان وژلي دي.

ويل كيږي چې پوليسو له ځانه سره د طالبانو وسلې او مهمات هم تښتولي دي. د بغلان د پوليسو د څرګندونو پر اساس د تښتېدلو پوليسو سره د مرستې په پار په سيمه كې عمليات شوي هم شوي دي.

تر اوسه پورې طالب چارواكو پدې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال كې ده چې پخوا به د پوليسو په ليكو كې طالب پلويانو پوليس وژل او بيا يې طالبانو ته پناه وړله.


پيوندونه: #طالبان , #پوليس

اړوند خبرونه