د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر پير سید احمد ګیلاني ومړ.
پیر سید احمد ګیلاني ومړ
656508
د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر پير سید احمد ګیلاني ومړ.
د افغانستان او اسلامي محاذ ګوند او نامتو جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني د په روغتون کې ساه ورکړه. د ویلو ده چې پير سید احمد ګیلاني د قلبي سکتې نه وروسته په روغتون کې بستر شوی وو چې نن د ماسختوتن په ساعتونو کې ددې نړۍ نه سترګې پټې کړې.
د افغانستان نامتو جهادي مشر پير سید احمد ګیلاني د سولې د عالي شورا د پخواني ریس برهان الدین رباني د وژل کیدو نه وروسته د هغه ځای ناستی وټاکل شو.
د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمان سلیم د بي بي سي سره په مرکه کې د ګیلاني د مړینې پخلی وکړ.
هغه ویلي دي چې پیر سید احمد ګیلاني د غازي امان الله خان په روغتون کې بستر شوی وو چې نن ماسخوتن يي ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.