د ترهګر په اړه د افغانستان د سفير څرګندونې

په استانبول كې د نوي ميلادي كال په شپه پر يو نايټ كلب باندې د بريد كوونكي ترهګر عبدالقادر مشاريپوف تر نيول كېدو وروسته څرګنده شوه چې نوموړي په افغانستان كې روزل شوى دى.

654466

دا دى د لومړي ځل لپاره په انقره كې د افغانستان سفير امان الله جيحون ددې پېښې پر اړه غبرګون وښود او زياته يې كړه چې د منځنۍ آسيا د يو شمېر هېوادونو نه يو زيات شمېر ترهګر په افغانستان كې د طالبانو او القاعدې د ډلو په ليكو كې په جګړې بوخت دي.

په انقره كې د افغانستان سفير امان الله جيحون څرګنده كړه چې  د ازبكستان، تاجكستان، چيچين او نورو هېوادونو نه يو زيات شمېر ترهګر د طالبانو او القاعدې د ډلو په ليكو كې چې په بهر كې روزل شوي دي، د افغانانو د وژلو لپاره را لېږل كيږي.

جيحون همداراز د افغانستان په استازيتوب د تركيې امنيتي ځواكونو په استانبول كې پر يو نايټ كلب باندې د بريدګر د نيولو له امله مباركي وويله.

نوموړي زياته كړه  چې ``افغانستان په خپله هم د ترهګرۍ قرباني هېواد دى. ترهګر هغه وژونكي دي چې د جناياتو له لارې وحشت خپروي.  خوښ يم چې د استانبول پوليسو  ترهګر او د ۳۹ كسان قاتل عبدالقادر مشاريپوف د يو لړ عملياتو په ترڅ كې ونيولو.``

اړوند خبرونه