د ښځينه پوليسو بله قافله هم فارغه شوه!
په تركيه كې د افغان ښځينه پوليسو ۲۵۰ تنه غړې د څو مياشتنيو مسلكي زده كړو نه وروسته فارغې شوې.
649349
دا پوليس د تركيې د سيواس په ولايت كې د پوليسو د مسلكي زده كړو په انيستيتوت كې د نظري او عملي زده كړو نه وروسته فارغې شوې چې ټاكل شوې ده په راتلونكې اونۍ كې به هېواد ته ستنې شي.
ښځينه پوليسو ته پدې انستيتوت كې د څلورو مياشتو لپاره د تركي پوليسو لخوا زده كړې وركړل شوې.
د دوى د فراغت په مراسمو كې د تركي چارواكو سربېره په انقره كې د افغانستان د سفارت ډيپلوماټانو هم ګډون كړى وو.
د افغانستان – تركيې ترمېنځ د يو تړون له مخې د ۲۰۱۱م كال راهيسې افغان پوليس په تركيه كې روزل كيږي.
تر اوسه پورې تر ۵۰۰۰ زرو زيات پوليس په تركيه كې روزل شوي او هېواد ته استول شوي دي.