په كابل كې دوه خونړۍ چاودنې

د كابل ښار د دارالامان په سيمه كې د دوو خونړيو چاودنو په پايله كې يو زيات شمېر كسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

648294
په كابل كې دوه خونړۍ چاودنې

 

 

د لومړنيو رپوټونو له مخې لومړۍ چاودنه د امنيت د پخواني پينځم رياست ودانۍ ته نږدې او دويمه بيا د پارلمان ودانۍ ته نږدې شوې ده.

ويل كيږي چې لومړنۍ چاودنه د ځانمرګي بريدګر په واسطه ترسره شوې ده چې د پېښې سيمې ته د امنيتي ځواكونو تر تګ وروسته دويمه چاودنه هم شوې ده.

كه څه هم تر اوسه پورې د تلفاتو په اړه كره معلومات نشته دى خو نا تاييد شوي رپوټونه وايي چې لږ تر لږه په كې ۲۵ تنه وژل شوي او سلګونه نور هم ټپيان دي.

د وژل شوو كسانو زياتره يې د پارلمان اداري كار كوونكي دي.

د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.



اړوند خبرونه