د كندهار د والي په مېلمستون كې چاودنې
نن ماښام د كندهار د والي په مېلستون كې درې چاودنې شوي دي چې يو شمېر كسانو ته يې مرګژوله اوړولې ده.
648520
نن ماښام د كندهار د والي په مېلستون كې درې چاودنې شوي دي چې يو شمېر كسانو ته يې مرګژوله اوړولې ده.
دا چاودنې هغه مهال وشوې چې په ولايت كې د متحده عربي آماراتو سفير هم د والي مېلمه وو.
د كندهار د والي وياند صميم خپلواك بي بي سي ته ويلي دي چې ددې ولايت د والي همايون عزيزي په مېلمستون كې هغه مهال د درې چاودنو غږ واورېدل شو چې په كې د متحده عربي آماراتو سفير جمعه الكعبي هم مېلمه وو.
د بي بي د خبر له مخې تر اوسه پورې د ميرويس نېكه روغتون ته لږ تر لږه لس تنه ټپيان لېږدول شوي دي خو د مرګژوبلې د دقيقې شمېرې اړه كره معلومات نشته دى.
همداراز د چاودنو پر مهال ددې ولايت د ملي امنيت مشر، امنيه قوماندان او يو شمېر نور چارواكي هم مېلمانه ول.
د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.