په بغلان كې نامعلومو وسله والو د كانونو ۱۳ تنه كاركوونكي وژلي دي.

د افغانستان په شمال كې د بغلان د ولايت د تاله او برفك د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د د كانونو ۱۳ تنه كار كوونكي د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوي دي.

646041

د آزادۍ د راډيو د خبر پر اساس دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې ده چې كار كوونكي د باميانو له ولايته د دايكندي ولايت ته روان ول.

د تاله او برفك ولسوال آزادۍ راډيو ته ويلي دي چې وژل شوي كسان هزاره توكمه ده.

كه څه هم تر اوسه پورې ددې بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې خو ويل كيږي چې كيداى شي داعش ترسره كړې وي.

اړوند خبرونه