د کندهار په ولایت کې د هوايي ډګر په ښځینه کارکوونکو وسله وال برید وشو.
په کندهار کې د هوايي ډګر په کارکوونکو خونړی برید وشو
د افغانستان د کندهار په ولایت کې د هوايي ډګر په ښځینه کارکوونکو وسله وال برید وشو.
د کندهار د والي د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې نامعلومو کسانو د هوايي ډګر د ښځینه کارکوونکو په موټر برید وکړ چې په پایله کې ۵ تنه کارکوونکې او د هغوې موټر چلوونکی وژل شوي دي.
برید د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا شوی دی.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک خبري رسنیو ته وویل چې نن د سهار په ساعتونو کې نامعلومو وسله والو کسانو د هوايي ډګر د ښځینه کارکوونکو په موټر برید وکړ.
برید د ده خوجه په سیمه کې رامنځته شوی دی . هغه ویلي دي چې په برید کې په موټر کې سپرو پنځو ښځینه کارکوونکو او د موټر چلوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویاند ویلي دي چې د برید په اړه څیړنې پيل شوي دي.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.