غني: امان الله خان ملي اتل دى.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په يوې غونډه كې د افغانستان د خپلواكۍ د باني او پخواني پادشاه امان الله خان نه د خپلواكۍ د لاسته راوړونكي او د افغانستان د ملي اتل په توګه يادونه وكړه.

626730

دا په داسې حال كې ده چې ولسمشر غني پخوا هم امان الله خان ته د ملي اتل خطاب كړى وو. شاوخوا دوه اونۍ وړاندې غني د آقينې د بندر د پرانيستلو پر مهال ويلي ول  چې امان الله خان ملي اتل دى.

په افغانستان كې د احمد شاه مسعود د بنياد مشر احمد ولي مسعود د ولسمشر پر تېرو څرګندونو باندې د نيوكې ترڅنګ ويلي ول چې د غني څرګندونې د اساسي قانون خلاف او د ملي ګټو سره په ټكر كې دي.

احمد ولي مسعود څرګنده كړې وه چې د ``ملي اتل`` لقب د لويې جرګې او د ولسمشر د فرمان له مخې احمد شاه مسعود ته وركړل شوى دى او بايد نور ترې ګټه پورته كړي.

افغان ولسمشر پرون د ښاري پراختيا په يوې غونډه كې د وينا په ترڅ كې پر خپل پخواني موقف يو ځل بيا ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې د افغانستان په ۴۰۰۰ كلن تاريخ كې ډېر اتلان زېږېدلي دي.

اړوند خبرونه