په جلال آباد کې ۳ جلا جلا چاودنې وشوې
د افغانستان په ختیځ کې په جلال آباد کې درې جلا جلا چاودنې وشوې.
617617
د افغانستان په ختیځ کې په جلال آباد کې درې جلا جلا چاودنې وشوې.
په جلال آباد کې په دریو جلا جلا چاودنو کې لږ تر لږه ۵ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاني خبري رسنیو ته وویل چې نن په جلال آباد کې په دریو جلا جلا چاودنو کې لږ تر لږه ۵ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې لومړنۍ چاودنه د سهار په لسو بجو د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده چې له امله يي د ننګرهار ولایت د پولیسو د نظارت خانو د امر عبدالحیکم په ګډون ۲ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شول.
هغه زیاته کړه چې د لومړنۍ چاودنې نه یو ساعت وروسته د جلال آباد د انګور باغ مینې په سړک دوه پرله پسې چاودنې وشوې. پدې چاودنو کې ۳ تنه مړه او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.