د بګرام هوايي هډه د پيښې قربانیان ټول امریکايي وګړي‌ دي

په افغانستان کې د امریکایي‌ ځواکونو تر ټولو په لویی هډه کې ځانمرګی برید وشو

609494
د بګرام  هوايي هډه د پيښې  قربانیان ټول امریکايي وګړي‌ دي

د  امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر  اشتون کارټر  ومنله  چې  تیره ورځ  د بګرام په هوايي هډه کې  په ځانمرګي‌ برید کې  وژل شول  شوي‌ ټول امریکایان دي.

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټر ویلي‌  دي  چې تیره ورځ  د بګرام په هوايي ډګر کې  په ځانمرګي‌ برید کې  دوه امریکايي  سرتیري‌ او دوه تنه هم امریکايي قراردادیان  وژل شوي‌ او ۱۶ تنه امریکايي سرتیري‌ ټپيان شوي‌ دي.

اشتون کارټر ویلي‌ دي‌ « زه غواړم  چې  ددې  پیښې  د قربانیانو  کورنیو ته تسلیت  وړاندې کړم  او  د پیښې د ټپیانو کورنیو ته اطمینان  ورکړم چې  د ټپیانو تداوي  په ډیره ښه  توګه پرمخ روانه ده . »

د ویلو ده چې  د برید مسولیت  طالبانو په غاړه اخیستی دی.

تیره  په افغانستان کې  د امریکايي ځواکونو تر ټولو  په لویې  هډه د بګرام په هوايي  هډه کې  ځانمرګی برید شو له امله  ۴ تنه مړه او ۱۸ تنه نور ټپیان شول.

د پیښې  قربانیان  ټول امریکايي وګړي دي.



اړوند خبرونه