د افغانستان په شمال کې د مزار شریف په ښار کې د جرمني په قونسلګرۍ ځانمرګی برید وشول.
په مزارشریف کې د جرمني په قونسلګرۍ برید وشو
د افغانستان په شمال کې د مزار شریف په ښار کې د جرمني په قونسلګرۍ ځانمرګی برید وشول.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په مزار شریف کې د جرمني په قونسلګرۍ لومړی د موټر پر مټ ځانمرګی برید وشو.
په برید کې لږ تر لږه ۴ تنه مړه او تر سلو ډیر کسان ټپیان شوي دي.
د مزار شریف امنیتي چارواکي ویلي دي چې برید کوونکي د شپې په ناوخته ساعتونو کې د چاودیدونکو توکو نه بار خپل موټر د جرمني د قونسلګرۍ د عمومي دروازې ترڅنګ وچولو.
چاودنه دومره زوروره وه چې د شاوخوا کورونو ته يي هم زیان اړولی دی.
د برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې د برید د مسولیت د په غاړه اخیستو سره ویلي دي چې دا برید په کندوز ولایت کې د هوايي بمباریو د غچ اخیستو په خاطر شوی دی .
مجاهد پدې برید کې د ګڼ شمیر الماني سرتیرو او استخباراتو د کارکوونکو د وژلو ادعا کړې ده .
هغه ویلي دي چې برید د چاودیدونکو موادو نه د ډکۍ لارۍ سره کړې دی. هغه ویلي دي چې د موټر پر مټ د ځانمرګي برید نه وروسته په قونسلګرۍ ډله ایز برید هم کړی دی.