د افغانستان د پکتیکا  ولایت کې  حقاني شبکې او طالبانو ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

په پکتیکا کې د حقاني د شبکې مهم چارواکي ووژل شول

601823
د افغانستان د پکتیکا  ولایت کې  حقاني شبکې او طالبانو ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان د پکتیکا  ولایت کې  حقاني شبکې او طالبانو ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان  د کورنیو چارو وزارت  په پکتیکا کې  د حقاني شبکې د  جګپوړي چارواکي  او هغه د مرستیال  سربیره  د ۴۵ تنو طالبانو د وژلو نه خبر ورکړی  دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د پکتیکا ولایت د ورممي  ولسوالۍ د سردانی هندي  په سیمه کې  د حقاني د شبکې نامتو قومندان  واحد مشهور په جمشید وواژه.

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې  د پکتیکا ولایت د تروې ولسوالۍ د تندې بوزې په سیمه کې  په یو هوايي برید کې    د  واحد مشهور په جمشید مرستیال  عطاالله په ګډون  ۴۵ تنه طالب اورپکي  ووژل شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دا هوايي برید پداسې حال کې ترسره شوو چې ترهګرو د ورانکارانه  فعالیتونو  د پلان جوړولو په خاطر  غونډه کوله.

په برید کې د ترهګرو اړوند  یو زیات شمیر وسلې او مهمات هم  له منځه  وړل شوي دي.



اړوند خبرونه