په ترکیه کې د ۳۳ تنو ناقانونه افغان کډوالو د نیولو نه خبر ورکړ شو.
په ترکیه کې ۳۳ تنه افغان کډوال ونیول شول
599973
په ترکیه کې د ۳۳ تنو ناقانونه افغان کډوالو د نیولو نه خبر ورکړ شو.
د ترکېې د ازمیر ولایت د چشمې په ولسوالۍ کې ۳۳ تنه افغان کډوال چې یونان ته د تیریدو هڅه کوله ونیول شول.
د ازمیر ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې د سواحلو د امنیت پولیسو ۳۳ تنه افغان کډوال چې د غیرې قانوني لارو او د خپل ژوند په بدل يي غوښتل یونان ته تیر شي ونیول.
په خبر کې راغلي دي چې نوموړو ۳۳ تنو کډوالو غوښتل چې د یو پلاستیکي ډوله کښتۍ په واسطه په سمندر کې د یونان پر لورې د مرګونی سفر پيل کړي ونیول شول.
نیلو شوي کسان د ازمیر ولایت د امنیې قومندانۍ ته د سپارل شوي دي. ویل کیږي د امنیې په قومندانۍ کې د څيړونو نه وروسته د یاد شوي ولایت د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته تسلیم کړې شول.
نیول شوي کډوال به هر څه ژر خپل هیواد ته واستول شي.