په جلال آباد كې ځانمرګى بريد
د افغانستان په ختيځ كې د ننګرهار ولايت په مركز جلال آباد كې د ځانمرګي بريد خبر را رسېدلى دى
600458
د افغانستان په ختيځ كې د ننګرهار ولايت په مركز جلال آباد كې د ځانمرګي بريد خبر را رسېدلى دى. ويل كيږي چې دا بريد ددې ولايت د پچير اګام د ولسوالۍ د يو مخور سپين ږيري په كور كې شوى دى. دا پېښه د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې په داسې حال كې ترسره شوې ده چې د قومي مشر په كور كې يو شمېر كسانو په يوې غونډه كې ګډون درلود.
ويل كيږي چې ځانمرګي د خلكو ترمېنځ په ځان پورې تړلي چاودېدونكي مواد چاودولي دي.
كه څه هم د پېښې د تلفاتو په څېر رسمي څرګندونې نه دي شوې خو د عيني شاهدانو په وينا لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او اوه تنه نور هم ټپيان دي.
د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.