په افغانستان کې د لشکر طیبه ۱۹ تنه غړی ووژل شول.
د افغانستان د کنړ په ولایت کې په یو هوایي برید کې د پاکستان د لشکر طیبه ۱۹ غړي ووژل شول.
599937
د افغانستان د کنړ په ولایت کې په یو هوایي برید کې د پاکستان د لشکر طیبه ۱۹ غړي ووژل شول.
د کورنیو چارو د وزارت د خبري سرچینو د معلوماتو پر اساس ددې ولایت د دانګام په ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي دي. پدې برید کې د ترهګړو اړوند سپکې او درندې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
ددې وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دانګام د ولسوالۍ د تصفیې په موخه د عملیاتو د پیل لپاره هم تیاری روان دی.
دا عملیات په داسې حال کې ترسره کیږي چې د نورستان په ولایت کې د لشکر طیبه د ترهګرې ډلې لخوا د یوې هډې د جوړېدلو خبرونه هم را رسېدلي دي. ددې ولایت د کامدېش په ولسوالۍ کې ددې ډلې د ۱۰۰ تنو غړو په ګډون یو تعلیمي کمپ جوړ شوی دی.