په كابل كې پر امريكايانو بريد

په كابل كې نن مازديګر په يو وسله وال بريد كې يو تن امريكايي سرتېرى او يو بل امريكايي ملكي وګړى وژل شوى دى.

593059
په كابل كې پر امريكايانو بريد

 

 

په كابل كې د امريكايي ځواكونو د خبري سرچينود معلوماتو پر اساس پدې پېښه كې چې په كابل كې د امريكايانو يوې هډې ته نږدې رامنځته شوې ده، درې تنه امريكايان ټپيان شوي هم دي.

دا پېښه كې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د قوماندان جنرال جان نيكلسن لخوا هم تاييد شوې ده او د پېښې د قربانيانو سره خواخوږي څرګنده كړې ده.

د پېښې د څرنګوالي او د وژل شوو كسانو د هويت په اړه تر اوسه پورې كره معلومات په لاس كې نشته دى.

د امريكايي ځواكونو خبري سرچينو ويلي دي چې د پېښې په اړه به وروسته جزييات وړاندې كړي.



اړوند خبرونه