امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په افغانستان کې قتل عام وکړ.

امریکايي بې پیلوټه الوتکو د افغانستان په ختیځ کې په ملکي وګړو هوايي بریدونه وکړل

578309
امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په افغانستان کې قتل عام وکړ.

امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په افغانستان کې قتل عام وکړ.

د امریکا متحده ایالتونو  بې پیلوټه الوتکو  د افغانستان  په ختیځ کې  په ملکي وګړو  هوايي بریدونه وکړل.

د ترلاسه شوو لومړنیو معلوماتو له مخې  پدې پیښه کې  لږ تر  لږه  ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پیښه د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .

په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو  د پیښې په اړه  څه ندي ویلي . د بله پلوه  د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکیو بیا  دا برید د داعش ترهګرې ډلې په غړیو د ترسره کیدو نه خبر ورکړی دی. د ننګرهار ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې  امریکايي بې پيلوټه الوتکو تیره شپه د دریو بجو په شاوخوا کې  په اچین ولسوالۍ کې د داعش اړوند په یو کور برید کړی چې له امله د داعش د یو تن مشر او قاضي په ګډون  ۱۸ تنه داعشیان وژل شوي دي. 

طالبانو هم د برید په اړه غبرګون څرګند کړی دی . طالبانو بیا ویلي دي چې برید د ملکي وګړو په یو کور کې  خلک پکې د حج نه د راغلي یو تن  په خاطر راټول شوي وو  شوی دی . 

د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې امریکا په ملکي وګړو بریدونه کوي. یو څه موده مخکې امریکايي الوتکو  په ارزګان ولایت کې د طالبانو پر ځای په افغان پولیسو برید کړی وو چې په پایله کې ۸ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه