په افغانستان کې یو ځل بیا دوه تنو سرتیرو خپل ۱۲ تنه ملګري سرتیري ووژل.
د خپلو همسنګرانو سره ستر خیانت .
په افغانستان کې یو ځل بیا دوه تنو سرتیرو خپل ۱۲ تنه ملګري سرتیري ووژل.
د افغانستان په شمال کې د کندوز په ولایت کې د ملي اردو دوو تنو سرتیرو خپل ۱۲ تنه ملګري سرتیري ووژل او د وروسته د طالبانو سره یو ځای شول.
پیښه د کندوز ولایت د زاخیل خمدان په سیمه کې رامنځته شوې ده . ویل کیږي د ملي اردو دوو تنو سرتیرو د شپې په نیمايي کې په پوسته کې خپل ۱۲ تنه ملګري د وژلو نه وروسته د خپلو وسلو سره یو ځای تښتیدلي او د طالبانو سره یو ځای شوي دي.
د کندوز د ولایت یو تن امنیتي چارواکي شیرعزیز کامه وال خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ملي اردو دا دوه تنه برید کوونکي یو د تخار او بل د جوزجان اوسیدونکي دي.
هغه وویل چې نوموړو دوو تنو سرتیرو د خپلو همسنګرانو سره ستر خیانت وکړ او په ډیر ناځوانمردانه ډول سره يي دوی وژلي دي.
د بله پلوه د کندوز ولایت د پلې لوا یو تن چارواکي ویلي دي چې سیمې ته د تحقیقاتو په خاطر یو هیت استول شوی دی او د څیړونو نه وروسته به هر څه په ډاګه شي.