د دولت سره د حكمتيار د سولې په اړه د طالبانو لومړنى غبرګون

طالبانو په غير مستقيم ډول د حكومت سره د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حكمتيار د سولې تړون غندلى دى او دا يې لوى جرم بللى دى.

578272
د دولت سره د حكمتيار د سولې په اړه د طالبانو لومړنى غبرګون

 

 

د موضوع په اړه د دوى په  يوې وېبپاڼه كې په خپرې شوې مقاله كې د سولې په اړه راغلي دي چې د دولت سره د ګلبدين حكمتيار د سولې تړون د اسلامي ارزښتونو سره په ټكر كې دى.

په مقاله كې د حكمتيار د نوم د اخيستل كېدو پرته نوموړى په فكري غلامۍ تورن شوى دي. پدې مقاله ې ليكل شوي دي چې د سولې په بهانه او افغانستان كې د آرامۍ په پلمه د كفارو سره اتحاد او دوستي هېڅ ډول شرعي جواز نه لري.

د دوى په وينا يو تن د سولې تر نامه لاندې ځان د امريكايانو په غېږ كې اچولى دى چې دا لوى جرم دى او د كفارو يرغل به همداسې دوام ومومي.

دا په داسې حال كې ده چې د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو بلې ډلې بيا د حكومت سره د حزب اسلامي د يو ځاى كېدلو هركلى كړى دى. د دوى لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د حزب اسلامي تمركز د يرغل د پاى ته رسېدلو لپاره دى او پدې ډول د هرې ډلې سره چې د يرغل د پاى لپاره مبارزه كوي هر ډول همكارۍ ته تيار ديز

تر اوسه پورې د حكمتيار ډلې د طالبانو ددې څرګندونو په اړه غبرګون نه دى ښودلى.



اړوند خبرونه