په کابل کې چاودنه وشوه

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د کابل په څلور لاري کې چاودنه وشوه

554479
په کابل کې چاودنه وشوه

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د کابل په څلورلارې کې  د ملي اردو د جګپوړي چارواکي په موټر چاودنه وشوه.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د مقناطیسي بم  له امله  رامنځته شوې ده . د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کې ۴ تنه ټپیان شوي دي.

دا چاودنه پداسې حال کې وشوه چې نن په افغانستان کې د استقلال د ۹۷ یمې کلیزې نه  لمانځني کیږي. همداشان نن  د سهار په ساعتونو کې  د افغانستان په ختیځ کې د کونړ په ولایت کې هم  د استقلال د ورځې په خوښیو راکټي برید وشو.

 



اړوند خبرونه