د افغانستان د کندهار په ولایت کې چاودنه وشوه.
د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې چاودنه وشوه
550975
د افغانستان د کندهار په ولایت کې چاودنه وشوه.
د افغانستان د کندهار په ولایت کې د سړک په غاړه د ځای په ځای شوي ماین په چاودنه کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د کندهار ولایت د ولایت د مقام لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د یاد شوي ولایت د میوند ولسوالۍ د شلغمي په سیمه کې د ملکي وګړو د سپرلۍ په موټر د سړک د غاړې د بم د چاودنې له امله ۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.
په چاودنه کې موټر په کامله توګه له منځه تللی دی .
پداسې حال کې چې د برید مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی خو د کندهار د والي دفتر بیا پړه په طالبانو اچولې ده .