امریکا په افغانستان کې د داعش د مشر د وژلو پخلی وکړ
امریکا: په افغانستان کې د داعش مشر حافظ سعید ووژل شو
امریکا متحده ایالتونو او افغان چارواکیو په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر حافظ سعید د وژل کیدو پخلی وکړ. په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال هم د اګست په ۱۲ مه د جمعې په ورځ د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې مشر حافظ سعید خان په ننګرهار ولایت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی. د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون چارواکیو هم د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې مشر حافظ سعیدخان د جولای په ۲۶مه نیټه ددوی د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی. پنټاګون ویلي دي چې پدې برید کې د هغه سره یو زیات شمیر نور داعشیان هم وژل شوي دي. د ویلو ده چې امریکا چې امریکا تیر کال هم د حافظ سعید د وژلو نه خبر ورکړی وو خو داځل پنټاګون ویلي دي چې هغه په ننګرهار ولایت کې په برید کې وژل شوی دی.